Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: د هرات له تاريخي ځایونو زرګونه کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو لېدنه کړې

admin by admin
2021/10/11

د هرات ولایت د ګرځندوی امر وحید سلطاني وايي،د کال له لومړیو څخه تر اوسه پورې  ۴۰۰  بهرنیو او  شااوخونو ۹ زره کورنیو ګرځندویانو د دې ولایت له  تاریخي سېمو لېدنه کړې .

سلطاني زیاتوي:« نژدي څلور سوه بهرنیو ګرځندویانو د هرات د تاریخي سیموڅخه لیدنه کړې، دغه راز نژدي نه زره کورنیو ګرځندویانو د مالي کال د لومړیو څخه موږ ثبت کړې چې د هرات څخه يې لیدنه کړې ده.»

د هرات لېدلو لپاره راغلو کسانو  کې فرهنګي، تفریحي، مذهبي او تحقیقي ګرځندویان شامل دي .

تازه د هرات د اطلاعاتو کلتور ریاست د اختیار الدین تاریخي کلاه  ههم د خلکو پرمخ د لیدلو لپاره پرانستې،چې له هرات سربیره  د هېواد له  بېلا بېلو  سیمو اوسېدونکي يې د لیدلو لپاره  ورځي. 

د کندهار ولایت یو تن اوسېدونکی نقیب الله  وايي:« شکر اوس  امنیت  ښه دی. هرات ته  راغلي یو او ګرځو. اوس راغلي یو د اختیار الدین تاریخي کلاه ته،چې ښه تاریخي ځای دی او ښه ښایسته ځای دی. دله ملګرو سره یوځای یو او د امن احساس هم شته  دی.»

د اختیارالدین تاریخي کلاه، لوی جامع جومات، تاریخي څلي، د خواجه عبدالله انصاري زیارت او یوشمېر نور پخواني لرغوني سیمې هغه څه دي،چې خلک يې د لېدلو لپاره هرات ته  ورځي. 

هرات ته له نورو ولایتونو  راغلي کسان وايي، خوښ دي،چې امنیتي وضعیت سم شوی او کولای شي،په آرامه فضاء کې له  تاریخي او نورو ځایونو  لېدنه وکړي. 

د هرات ولایت اوسېدونکی نظرمحمد خوشحال وايي:« له پرون راهیسي مو بیخي ډیر ځایونه لیدلي،تخت سفر ته وختلو، له هغه ځایه د هرات بام ته ولاړو،یو غر دی، باغ ملت ته ولاړو د دغه ځای په اړه مو هم اوریدلي وو. دلته هم راغلو خورا ډېرښه ځای دی.»

 د اطلاعاتو کلتور ریاست  چارسمبالی نعیم الحق حقاني وايې،هڅه کوي،چې کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو ته امنیت او نورې اسانیتاوې برابرې کړي.

حقاني زیاته کړه:«زموږ ځوانان  د هېواد له ګوټ ګوټه غواړي،چې ښایسته هرات وویني او د هرات له تاریخي سېمو لیدنه وکړي. اسلامي امارت په دي هڅه کې دی،چې زموږ هېوادوالو ته اسانتیاوي رامنځته کړي.»

نیوکې دا دي،چې هرات کې له یوې خوا د تاریخي او لرغونو سېمو ساتلو ته پام نه دی شوی او له بل لوري  د نورو هېوادونو په څېر ګرځندویانوته اړینې اسانتیاوي نه دي برابرې شوي.

باور دا دی،که چېرې د هېواد امنیتي وضعیت سم شي،ورسره سم به  د ګرځندویانو شمېر زیات او د عوایدو کچه به لوړه شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو
روغتیا

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی
نړۍ

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist