په ټولنیزو رسنیو کې یو عکس لاس په لاس کېږي او ویل کېږي، چې یو خور او ورور له غره لوېدلي او مړه شوي دي.
د یاد عکس په تړاو ویل کېږي، چې له ننګرهاره یو کس غوښتل خپله ماشومه خور پاکستان ته د درملنې لپاره یوسي، خو دا چې په قانوني لارو ورته د تلو اجازه نه وه ورکړل شوې، هغه اړ شوی و، چې په قاچاقي لارې یې د درملنې لپاره پاکستان ته ورسوي.
د مالوماتو له مخې، د یاد کس پښه د سپین غر په یوه تړه کې ښوېیدلې او له غره لاندې پرېوتی، چې ورپسې یې ناجوړې خور ځان غورځولی او دواړه مړه شوي دي.
ویل کېږي، تر پرونه یې کورنۍ هم نه وې خبرې او د دغه خور او ورور جسدونه د سیمې له خلکو سره وو.