د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي له اسلامي هېوادونو سره د نوي حکومت اړیکې کم رنګه بولي او د اړیکو په پراختیا ټینګار لري.
قطر، بحرین، پاکستان، ایران، ترکیې او متحده امارتو یوازې د بشري مرستو برخه کې له افغانستان سره همکاري کړې، چې ظاهراً افغانستان سره یې د اسلامي هېوادنو همکاري په ډاکه کړه.
شنونکي وايي، د دې بشري مرستو سربیره د غير اسلامي هيوادنو اړيکو کولای شول نړیواله ټولنه يو څه قانع کړي چې نوی حکومت په رسميت وپيژني، خو د نړۍ هیوادونو دا کار ونه کړ.
شنونکی زرعلي معروف وايي: «بې له شکه چې د اسلامي هېوادونو همکاري ډېره زیاته مهمه وه، چې بايد کړی يې وای، خو زما په نظر اسلامي هېوادونه هم ډېر کله په نړيوالې ټولنې تکيه دي. په دې خاطر زيات کوشش نه کوي، د اسلامي امارت نوې اداره پر رسميت وپيژني.»
ځينې نور بيا د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي کمزورې بولي او په دې باور دي چې نوی حکومت تراوسه نه دی توانېدلی چې له افغانستان سره د اړیکو جوړولو برخه کې هېوادونه قانع کړي.
شنونکی عمر ساپی وايي: «زما په نظر په دې برخه کې د اسلامي امارت بهرنۍ پاليسي او ديپلوماسي ډېره کمزورې ده، که چېرته بهرنۍ اړيکې يې ښه کېږي، نو لرې نه ده چې د اسلامي امارت اداره به پر رسميت وپيژندل شي.»