د بلخ مرکز مزارشريف ښار کې د یکشبنې په ورځ د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۹ مه » د بلخ حوزوي روغتون ډاکټران د رواني روغتيا نړيوالې ورځې په مناسبت راټول شوي وايي، روغتونونو ته د مراجعه کوونکو ناروغانو نږدې شپېته سلنه يې پر رواني ناروغۍ اخته دي او په خبره یې دغه حالت د جدي اندېښنې وړ دی.
دوی غوښتنه کوي،چې خلک بايد د رواني ناروغۍ په مخنيوي کې له روغتياپالانو سره مرسته وکړي.
د بلخ عامې روغتیا مرستیال يوسف صميم قاضي زاده وايي:« له بده مرغه زموږ راپورونه ښيي،چې زموږ د ډېری جسمي او رواني ناروغانو د ناروغۍ سرچيني همدا رواني ستونزې دي. زموږ رسمي ارقام ښيي،چې د رواني نارغۍ کچه لوړه شوې، د بېلګې په ډول روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوونکي نږدې۶۰ سلنه ناروغان رواني ناروغي لري.»
روغتياپالان له کورنيو غواړي،چې د رواني ناروغۍ د نښو په راڅرګندېدو سره بايد ژر تر ژره روغتونونو ته مراجعه وکړي.
د بلخ حوزوي روغتون د رواني روغتيا برخې مسوول اسدالله الفت وايي:« موږ هېله من يو،چې دې برخې ته پاملرنه زياته شي، د رواني ناروغانو د درملنې او همدا راز مشاورې برخه کې بايد کار وشي او خلک بايد روغتیاپالانو ته له مراجعې کولو شرم ونه کړي.»
په ورته مهال عامې روغتيا رياست مشر شیخ میر صدام وايي، دغه ولايت کې ټول روغتيايي مرکزونه فعال، خو په وینا یې يو شمېر دغه مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.
صدام زیاته کړه:«د بلخ ولايت له فتحې وروسته په مزار کې د حوزوي روغتون او نورو روغتونونو څخه نیولې، د ولسواليو روغتيايي مرکزونو پورې هېڅ مرکز نه دی تړل شوی. د ټولو مرکزونو فعاليتونه روان دي،خو يو شمېر مزکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.»
روغتیاپالان وايي، جګړه، فقر، بيکاري او بېوزلي د رواني ناروغيو مهم لاملونه دي او له خلکو غواړي،چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي برخه کې د روغتیاپالانو لارښوونو ته پاملرنه وکړي.