د افغانستان پاسپورټ ریاست مسوولین وايي، کار له پیله تر اوسه پورې یې ۱۸ زره جلده پاسپورټونه وېشلي دي.
د یاد ریاست مشر مولوي عالم ګل حقاني وايي، سره له دې چې چارې دقیقې او چټکې روانې دي،خو بیا هم ډېری خلک د پيسو په بدل کې جعلي اسناد جوړوي،چې تر اوسه پورې یې په اړه دوه کسان نیول شوي دي.
حقاني وايي:«له خلکو یوه ګېله لرو،چې ځینې یې جعلي اسناد راوړي او په خارج کې ځینې کسان ورته ناست دي،چې پخوا کمېشنکاران وو او اسناد ورته جوړوي.»
حقاني وايي، هره ورځ شااوخوا ۴ زره پاسپورټونه وېشي،چې له درکه یې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټولېږي او د دولت خزانې ته ځي.
هغه وایي،خلک دې ورسره همکاري وکړي او له ټاکلي نېټې پرته دې نه ورځي،چې هم ځان او هم دوی ته سرخوږی جوړوي.
حقاني زیاتوي:«موږ که په ورځ کې څلور زره پاسپورتونه اجراء کړو نو د ورځې دوه ویشت میلیونه افغانۍ عواید لرو.»
په ورته وخت کې حقاني وايي، له دوی پورې اړوند کسان له هېچا غیر قانوني پیسې نه اخلي او که په اړه یې څوک اسناد او شواهد لري،له دوی سره دې شریک کړي،چې جدي او قانوني چلن ورسره وکړي.
حقاني وايي،په ولایتونو کې به هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل کړي،خو هغه مهال چې تخنیکي ستونزې، پرسونل او نور مالي امکانات ورته برابر شي.
هغه زیاتوي:«که دا کار زیات شي،موږ یو څه زیات پرسونل ته اړتیا لرو او زموږ تخنیکي ټیم په دې کار کوي،چې څنګه کېدای شي نور پرسونل ونیسو.»
یو شمېر مراجعین،چې برېښنايي پېژندپاڼه نه لري،یاد ریاست ته له کاغذي پيژندپاڼو سره راغلي دي،خو پاسپورت په کاغذي تذکره نه ورکول کېږي.
د پاسپورت لپاره مراجعه کوونکی عبدالخبیر وايي:« دلته راغلی یم،عریضه مې کړې ده او د اقامې وخت مې په پوره کېدو دی،خو برښنایي پېژندپاڼه نه لرم او نه داسې ژر جوړېږي او په کاغذي پېژندپاڼه پاسپورت نه ورکوي.»
د پاسپورت ریاست مسوولین وایي، هر سهار پنځه بجې چارې پیل کوي او د مازدیګر تر پنځو دوام ورکوي،چې په وینا یې کله کله ان تر شپږ بجو دوام کوي،خو بیا هم د مراجعینو شمېر زیات دی.