د هسپانیا دفاع وزارت ویلي، دوی هغه افغانان او د کورنۍ غړي یې باسی، چې افغانستان کې یې د دوی د ماموریت پر مهال ور سره کار کړی دی.
د هسپانیا د دفاع وزیرې مارګریتا روبیلز ویلي، د هغو کسانو د ایستلو ماموریت پیل شو، چې د دې هېواد سره یې کار کړی.
هغې ویلي، هسپانیه هېڅوک تر شا نه پرېږدي.
سره لدي، چي د هسپانیا دفاع وزارت د دې ماموریت په هکله ډیر معلومات نه دي ورکړي، خو د دې هېواد خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې دا هېواد پلان لري، تر څو څه باندې ۲ سوه افغانان د پاکستان د لارې راوباسي.
په همدې حال کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر هوزې آلبریس تېره میاشت پاکستان او قطر ته تللی و او د افغانانو د ایستلو په هکله یې د مرستې غوښتنه کړې وه.