د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې امریکايي پلاوي سره دوه ورځنۍ ناسته ګټوره وه.
اعلامیه کې راغلي، ناسته کې دواړو لوریو پر سیاسي موضوعاتو هر اړخیزې خبرې کړي او اسلامی امارت د دوحې هوکړې بشپړ عملي کول د ستونزو د حل غوره لار بللې ده.
اعلامیه زیاتوي، چې اسلامي امارت پلاوي مقابل لوری ته ښکاره کړې، چې بشري مرستو ته دې سیاسي تړاو نه ور کوي.
د سرچېنې په لیکنه، امریکايي پلاوي ډاډ ورکړی، چې دوی به افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او د نورو خیریه بنستونو د بشري مرستو رسولو کې به اسانتیاوې برابروي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې ناسته کې پر اړوندو ټولو موضوعاتو پر سر تفصیلي خبرې شوي او هڅه کېږي، چې ډیپلوماټیکې اړیکې ښه حالت ته راوګرځي.
بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، دواړو لوریو توافق کړی، چې راتلونکي کې به هم د اړتیا پر مهال ورته ناستې جوړوي.