د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، له طالبانو سره یې د دوی واک ترلاسه کولو ورسته لومړی مخامخ خبرې خورا مسلکي او روښانه وې.
امریکا ټینګار کړی، چې له طالبانو سره به د هغوی د خبرو پر بنسټ نه، بلکې د عمل پر بنسټ چلند کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي، چې له طالبانو سره یې خبرې پر امنیت او ترهګرۍ، د امریکایي، افغان او نورو هېوادونو وګړو پر خوندي اېستلو، بشري حقونو او د ښځو پر مانا داره ګډون متمرکزې وې.