کابل ښار کې یو شمېر پر نشه يي توکو روږدي کسان وايي، طالبان یې په یوه ځای کې هم نه پریږدي او له وهلو ډبلو پرته ورسره بل هېڅ چلن نه کوي.
پر نشه یي توکو یو تن روږدی وايي:«له کله چې طالبان راغلي دي،هغوی موږ ته اجازه نه راکوي،چې بهر وګرځو. کله چې موږ وویني، په مرګ مو وهي. داسې مو وهي لکه څوک،چې څاروي وهي. روږدي کسان یې لکه د څاریو بد راځي.»
اخوا چارواکي بیا وايي، موخه یې له روږدو کسانو سره بد چلن نه دی، بلکې غواړي هغوی روغتونونو ته واستوي،چې بېرته ورغېږي.
طالب چارواکی مولوي فضل الله وايي:«موږ هغوی نیسو او روغتونونو ته یې وړو. هغوی کې چې څوک مړه کیدل، مړه به شي او نور به ورغېږي. کله چې هغوی روغ شي، هغوی بیا ازاد دي.»
له روږدو کسانو ډک دغه کاستر ډوله موټر هغه روغتون ته ځي،چې هلته د دغو روږدو کسانو په دوه بېلابېلو پړاونو کې درملنه کېدوونکې ده.
روغتیاپال محمد حنیف پوپل وايي:«موږ دلته دوه برخې لرو،چې لومړۍ یې هغه برخه ده،چې ډیری هغه ناروغان په کې درمل کیږي چې درد احساسوي. هغوی به دلته ۱۵ ورځې وي او که ډیر درد یې وو نو ۴۵ ورځې به پاتې شي او بیا دویم پړاو ارواپوهانو ته معرفي کیږي چې هغوی یې رواني درملنه وکړي.»
دلته د روږدو کسانو کورنیو ته هم اجازه شته،چې له څه ناڅه درملنې وروسته د کورنۍ روږدي غړي و ویني.
په افغانستان کې د نشه يي توکو په تړاو څیړنې وايي د امریکايي ځواکونو له برید وړاندې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کلونو کې هم د هیروینو پر کښت کلک بندیز و،چې بیا په تیرو۲۰ کلونو کې دغه کنټرول ډېر کم شو او پرته له مالیې به په قاچاقي ډول دغه بد بوټی کښت او صادریده.