د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې وندي شرمن پرون ناوخته اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وویل، هېواد به يې په سمدستي توګه د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندلو لپاره کوم ګام وا نه خلي.
مېرمن شرمن وويل، هېواد يې سمدستي په افغانستان کې د بشري ناورين د حل لپاره پر عاجلو او ممکنه اقداماتو تمرکز کوي.
هغې د طالبانو د رسميت پېژندلو لپاره د متحده ايالاتو د مخکينيو شرطونو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د هغو شرطونو له پوره کولو پرته به طالبانو سره د متحده ايالاتو د ډيپلوماتيکو اړيکو پیل ممکن نه وي.
د بشري حقونو درناوي ته عملي ژمنتيا، د ښځو په ګډون ټول شموله حکومت جوړول او داسې نور د طالبانو د حکومت پېژندلو لپاره د متحده ايالاتو اساسي شرطونه دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف او د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.
پاکستان ویلي، قریشي او شرمن د دوه اړخیزو اړیکو او همداراز د افغانستان او سیمه ییزې سولې په هکله خبرې کړي دي.