د ریموټ کنټرول دا چاودنه پرون ماذدیګر د چپرهار ولسوالۍ مربوطاتو کې هغه مهال شوې، چې د روداتو ولسوال له خوګیاڼو ولسوالۍ بېرته روداتو ته پر لاره و.
چاودنه کې ولسوال ته زیان نه دی اوښتی، خو د هغه یو ساتونکی وژل شوی او بل ټپي دی.
تر اوسه ننګرهار کې د اسلامي امارت سرچېنو دا خبر نه دی تایید کړی او نه هم کومې ډلې د یادې چاودنې مسولیت پر غاړه اخیستی.
په دې ورستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د اسلامي امارت پر سرتېرو چاودنې او بریدونه زیات شوي، چې تر ډېره یې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.