د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،دمسکو ناسته دافغانستان دنوي حکومت لپاره ښه فرصت دی او په خبره یې که افغان لوری په دغه ناسته کې له مثبتو وړاندیزونو او ژمنو سره ورشي،ترڅو د غونډې ګډونوالو قناعت ترلاسه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« په حقیقت کې د مسکو ناسته د افغان حکومت لپاره یو ښه فرصت دی،چې ترې مثبته ګټه پورته کړي. افغان لوری باید دغې ناستې ته له مثبتو وړاندیزونو او تعهدونو سره ورشي،ترڅو چې د ناستې ګډونوالو تایید ترلاسه کړي او د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره لومړی مثبت ګام وي.»
تحلیل کوونکي وايي،دغه ناسته دافغانستان لپاره د رسمیت پیژندنې او مرستو په برخو کې مهمه ده او افغان حکومت باید د لابي لپاره سر له اوسه کار پیل کړي او له یوې قوي اجنډا سره په دغه ناسته کې ګډون وکړي .
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« دا ناسته به دافغانستان لپاره نړۍ ته یو ښه پیغام ولري،خو که چیرې افغان حکومت ورته ښه اجنډا ولري، قوي دریځ خپل کړي او داسې ډیالوګ ورته برابرکړي،چې اغیزمن وي. کابل ته په کار دي،چې سر له اوسه د افغانستان د رسمیت پیژندنې لپاره د لابي پرګرامونه جوړ او برابر کړي.»