په کابل کې د موټر پلورنځيو مسوولین شکایت کوي،چې کار یې پر ټپه درېدلی او درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي.
دوی وايي، سره له دې چې د موټرو بیې د پام وړ ټيټې شوي،خو د پخوا په شان خلک د موټرو اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.
د بارګين مالک معصوم ناصري وايي:« مخکې د هر سړي کار جوړ وو،پيسې ډېرې وې، اوس خلک ټول پر کور ناست دي.خلکو وظيفې له لاسه ورکړې،که پيسې هم وي،چا سره په بانکونو کې دي.»
د دوی په وینا هغه موټرې،چې پخوا یې بیه له لسو تر پنځلس زرو ډالرو وه،اوس یې په اته زره ډالره هم نه څوک نه پيري او نه د پخوا په شان پېرېدونکي لري.
د بارګين مالک رحمت الله وايي:« ډېری دا غټې موټرې چې ګورئ، د دې ټولې بيې نمايي ته راښکته شوي دي، ټول تاوان تاوان دي. که فرونر وښايو، که ضد زرې وښايو،که های لېکس وښايو،که مخکې په ۴۰ زره ډالر وو، اوس په شل او دوه ويشت زره ډالره کېږي.»
که څه هم د موټرو بیې د پام وړ ټيټې شوي او څوک یې خرڅولو ته هم زړه نه ښه کوي،خو شته داسې کسان چې له مجبوریته خپل موټر پلوري.
یو تن موټر پلورنکی وايي:« اړ يم،چې دا موټر وپلورم،ځکه کارونه نه شته دی، بې روزګاري ډېره ده،دغه یو موټر لرم،اړ يم،چې د نفقې پيدا کولو له پاره دا کار وکړم او خپل موټر پر نمايي پیه وپلورم.»
د خلکو کمزوري اقتصاد او وزګارتیا سربیره د تیلو بیو لوړېدو او د بې اسناده موټرو چلښت هم د اسناد لرونکو قانوني موټرو ارزښت ټیټ کړی دی.
موټر چلوونکي شکایت کوي،چې پخوا یې یو لیتر پطرول په ۵۰ افغانۍ اخېستل،خو اوس له ۷۰ هم پورته شوي،چې د ټولې ورځې کار کولو سره ایله د تیلو مصرف پوره کړي.