رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دوه چارواکي به د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ له طالب پلاوي سره خبرې اترې وکړي.
ټاکل شوې، چې په دې ناسته کې به له افغانستان څخه د بهرنيو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د خوندي ايستو، له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د القاعدې ډلې د نه استفادې او افغانستان ته د بشري مرستو د استولو په اړه خبرې وشي.
تېره ورځ د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی قطر ته لاړ.
دغه پلاوي کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی نورجلال، شیخ شهاب الدین دلاور او حاجي محمد ابراهیم شامل دي، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پر غاړه لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، پلاوی به د قطر هېواد له چارواکو او یو شمېر نورو هېوادو له استازو سره د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت او اړیکو خبرې وکړي.