د طالبانو له واکمنېدو وروسته هند سره اندېښنه ده، چې کابل کې به د دوی پر ضد ذهنیت جوړونه وشي او افغان خاوره به یې پر ضد وکارول شي، خو طالبانو بیا په ټینګار ګاونډیانو، سیمې او نړیوالو ته ډاډ ورکړی، چې اجازه به ور نه کړي، تر څو خاوره یې د نورو پر ضد وکارول شي.