د ملګري ملتونو له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي،چې په افغانستان کې له نیمایي زیات له پنځه کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
راپور کې د افغانانو اوسنی حالت داندېښنې وړ بلل شوی او تینګار شوی،که افغانستان ته د خوراکي توکو ترڅنګ په بېړنۍ توګه درملو ونه رسېږيومیلیونونه افغانان به له ناورین سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال عمر عبدي وايي:« موږ به په افغانستان کې له بشري ناورین سره مخ شو. میلیونونه وګړي له لوږې سره مخ دي. ژمی هم را روان دی او د کورونا وبا وېره هم شته دی. یوازې روغتیايي نه بلکې ټولنیز سیسټم د له منځه تګ په حال کې دی. خوراکي توکي، درمل او اوس د تیلو کمښت هم ستره ستونزه ده.»
په ورته خت کې عبدي وايي، په افغانستان کې اوس له پنځه کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د عبدي په خبره، هغه افغان کورنۍ چې له کابل بهر اوسېږي هم د کار او روزګار له نه شتون شکایت کوي،چې له امله یې له سختې بې وزلۍ سره مخ دي.
د کونړ اوسیدونکې نرګس وايي:« حکومت پر داعش ډلې برید وکړ او هغوی ولاړل، اوس د طالبانو په راتګ سره امنیت ښه دی،خو نور هېڅ نه شته، بې کاري زیاته ده. موږ په دواړو تېر او اوسني حکومت کې خوشاله وو او اوس هم خوښ یو،خو موږ بې وزله یو. موږ یو مړه ډوډۍ نه لرو.»
روغتیاپال مسلم وايي:« موږ د ځای د کمښت له ستونزې سره مخ یو. موږ بسترونه نه لرو. دلته ځای نه شته دی او حالت دومره هم ښه نه دی،چې د هر ماشوم لپاره جلا بستر ورکړل شي.»