له غزني ولایت څخه کابل ته یوه راغلې کورنۍ وايي، د سمیع الله په نوم یو زوی یې شااوخوا ۱۷ میاشتې وړاندې طالبانو بیولی، خو تر اوسه پورې یې د مرګ او ژوند په اړه مالومات نه لري.
دوی په دې اړه هره دروازه ټکولې،خو ناهیلې ترې راغلي او هېچا ورته نه دي ویلي چې زوی یې چیرته دی، مړی دی او که ژوندی.
د ورک شوي سمیع الله پلار محمد هاشم وايي:« له امارته مو غوښتنه دا ده،چې زموږ د زوی په اړه دې مالومات راکړي او که څه جرم یې کړی وي راته دې ووایي چې بندي دی قید پرې وتلی او که یې وژلی وي،هم راته دې ووایي. موږ یې د ښځې برخلیک مالوم کړو، زما او د مور به یې زړه صبر شي او نور به یې پوښتنه نه کوو.»