د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د یونیسف ادارې د سوېلي اسیا د حوزوي مسوول سره په لیدنه کې ویلي، نړیواله ټولنه باید په روغتیايي برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.
قلندر عباد د یونیسف ادارې د سوېلي اسیا د حوزې له مسوول جورج لاریا غوښتي، چې له روغتیا وزارت سره همکاري وکړي او روغتیایي پروژې پلې کړي.
مسوولینو ویلي، نړیوالو سازمانونو د روغتیا برخه کې مرستې او همکارۍ ځنډولې او په وینا یې که د روغتیا برخه کې مرستې ونه شي، وضعیت بحراني کېږي.
جورج لاریا ویلي، ژمن دي چې د روغتیا سکتور سره اړوندې پروژې پلې کړي، په لرې پرتو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونه و ګماري، د ګوزڼ له منځه وړلو او د کرونا پر وړاندې مبارزه کې هم مرسته وکړي.