ټاکل شوې، چې د روان عیسوي کال له پای ته رسېدو وړاندې د جوبایډن او شي جینپنګ لیدل وشي.
ویل کیږي، دغه لیده کاته به په حضوري بڼه نه بلکې په انلاین توګه تر سره شي.
امریکایي چارواکو دغې لیدنې ته ډېره هیله مندي څرګنده کړې ده.
جو بایډن ویلي، دا لیدنه به تر ډېره ښه وي، ځکه کلونه پس داسې کېږي چې د چین او امریکا مشران سره ګوري.
راپورونه وایي، دا لیدنه به تر ډیره بریده دوستانه وي، خو په ګڼو مهمو مسایلو به پکې خبرې وشي.
د چین او امریکا ترمنځ له اوږدې اقتصادي جګړې وروسته لومړی ځل دی، چې داسې اصلاحي کار کېږي.