د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې مرستیالې وېنډي شرمېن چې د منځني ختیځ او سیمې هېوادونو په سفر راوتلې ده،هند کې یې د افغانستان په تړاو له هندي چارواکو سره خبرې اترې کړي دي.
تمه ده،چې وېنډي شرمېن به په اسلام اباد کې د افغانستان په مسله باندې له پاکستاني چارواکو سره هم وویني.
د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وایي،د امریکایانو او د سیمې هېوادونو ترمنځ خبرې یو معمول دی،چې نور هېوادونه یې هم کوي،خو د طالبانو او امریکایانو مسولیتونه د دوحې د تړون پر بنیا دي،چې یو بل ته مسوول دي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی صیفت ساپی وايي:« له نورو هېوادونو سره د امریکا خبرې یوه طبعي او معمول خبره ده،ډېری هېوادونه دا کار کوي. د طالبانو او امریکا اړیکې د دوحې تړون پر بنیاد تنظیم شوي،دواړه لوري یو د بل پر وړاندې د دې تړون پر اساس مسوول دي. پوښتنه دا ده،چې له طالبانو سره د امریکا اړیکې وروسته د دې ډلې له واکمنېدو په کومه کچه کې دي،خو هغه څه چې روښانه دي،هغه سفارتي اړیکې دي،چې نه شته.»
تحلیل کوونکي وايي، امریکایانو دوحه کې ټول نړیوال اړخونه،چې په افغانستان کې یې اغیز محسوس کېږي، طالبانو سره کېنول،خو اوس د خبرو چینل د سیمې له هېوادونو سره دي او طالبانو سره کوم مذاکرات نه کېږي.
دوی وايي، تمه کېږي،چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به اړیکې په ډیپلوماټیکه برخه کې په دې حال پاتې نه شي،چې ناسمې او بې باوره ښکاري.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عبدالستار سعادت وايي:« مخکې هم د طالبانو او امریکا اړیکه د مذاکرې او سولې په اړه له هغې نه مخکې د بندیانو بحث ورسره شوی دی. بیا د دوی د اخراج مسله ورسره شوې، نور له دې اخوا د طالبانو او امریکا داسې اړیکې نه وې. له دې نه وروسته دا فرق کوي، اوس چې هغه امریکایي اتباع پاتې دي او همدا راز د بشرحقونو په برخه کې اړیکې شته. اما تمه دا ده،چې دا اړیکې به ډیپلوماټیکو برخو کې غښتلې شي.»
داسې باور کېږي،چې امریکا د سیمې له هېوادونو سره د خبرو له لارې غواړي،د طالبانو په اړه جاج واخلي،چې څنګه کېدای شي،د اسلامي امارت حکومت د نړیوالو له لوري پر رسمیت وپېژندل شي.