د کندهار د سوداګرو ټولنې مشر نانی اغا وايي:« زموږ سړکونه له انارو څخه ډک دي او موږ د حکومتونو په سیاستونو نه پوهېږو،چي ولي له زموږ سره داسي کوې؟ ستونزه د پاکستان حکومت جوړه کړې،چي دروازه یې بنده کړې.»
په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي،په ستونزو خبر دي او ډېر ژر به له پاکستاني لوري سره د شته ستونزو حل پیدا کړي.
کریمي زیاتوي:« موږ له دواړو ستونزو خبر یو،هڅه کوو،ترڅو له پاکستاني لوري سره د ستونزو د حل په موخه خبري وکړو او د افغانانو ستونزه حل شي.»
په سپین بولدک او تورخم کې دا مهال ګڼ شمیر افغانان انتظار باسي،چې پښتونخوا او پاکستان ته واوړي،خو یادې لارې د پاکستاني ځواکونو له خوا تړل شوي دي.