Skip to content
له اسلامي امارت سربېره چین هم رد کړه، چې ګواکې په باګرام پوځي اډه کې چینایي ځواکونه ځای په ځای شوي دي.
کابل کې د چین سفیر وانګ یوو ویلي، دا اوازې هغه کړۍ خپروي، چې افغانستان کې پټې موخې لټوي.
وانګ یوو ویلي، بګرام ته د دوی د هېواد کوم څوک نه دي ورغلي.
وړمه ورځ اسلامي امارت هم دا اوازې په کلکه رد کړې.
تر دې وړاندې داسې اوازې خپرې شوې، چې ګواکې چینایي الوتکې بګرام کې ښکته شوې دي او هلته له درې میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا څراغونه روښانه شوي دي.