ځایي سر چینې وایي، نن سهار د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند لغمان هډې سیمه کې د اسلامي امارت پر سرتېرو برید شوی.
په دغه برید کې دوه طالب سرتېري وژل شوي او درې ملکیان ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، له اسلامي امارت سرتېرو وسلې هم برید کوونکو له ځان سره وړي.
د برید پخلی د اسلامي امارت رسمي سرچینې نه کوي او کومې وسله والې ډلې هم تر دې دمه مسوولیت نه دی منلی.
ننګرهار کې په دې وروستیو کې چاودنې، هدفي بریدونه او مرموزې وژنې له بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلي او هره ورځ ښار او ولسوالۍ د ورته پېښو شاهدان وي.