د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلي پيغام کې ویلي د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو هوکړه شوې ده.
مجاهد وايي، هوکړه شوې ده،چې د اسلام کلا ــ دوغارون پر پوله د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیا زیاتولو په موخه دې کاري ساعتونه ۲۴ ته لوړ شي.
دغه راز هغه وايي، هوکړه شوې،چې د تعارفو او سوداګرۍ اړوند مالومات به شریک کېږي او په اړه به یې مسلکي پریکړې کېږي.
مجاهد زیاتوي:« هوکړه وشوه،چې د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو باصلاحیته هیئیتونه د اسلام کلا ــ دوغارون سرحد کې ټولې ستونزې او مسایل تر څېړنې لاندې ونیسي.»
مجاهد وايي،یو پلاوی به د ایران هېواد د نفت وزارت استازو سره د سون توکو د موضوعاتو د څیړلو په هدف هغه هېواد ته ولیږل شي او د ستونزو او اړوندو مسایلو په اړه به خبرې وکړي.
هغه وايي، له افغان موټر چلونکو سره ښه چلن او که څه پیښ شول، قانوني څېړنه به یې کېږي او په خبره یې موټر چلوونکي چې کله د ګمرک ځانګړې سیمې ته ننوزي، د کورونا ټیسټ به یې اخېستل کېږي.
په ورته وخت کې مجاهد وايي، هوکړه شوې، که افغان اړخ د هغو وژونکو ماشینونو په اړه کره اسناد وړاندې کړي، چې ایران ته اړول شوي، په اړه به یې څېړنه وشي.
مجاهد زیاته کړه:« د هغو اور وژونکو ماشینونو، چې افغان اړخ یې په اړه ادعا کوي، چې ایران هیواد ته اړول شوي،که یې په اړه کره اسناد ایراني اړخ ته ورکړل شي، نو تر تعقیب لاندې به ونیول شي.
هوکړه وشوه، له دوغارون څخه تر اسلام کلا پورې د ګازو یو پایپ لاین ایجاد کړي او و پتیل شوه، چې په نژدې راتلونکي کې یې کار پیل شي.»
دغه راز د نورو مواردو سربېره پر دې هم هوکړه شوې،چې هند ته د دوغارون ـــ چابهار له لارې د افغانستان د تجارتي مالونو او وچې میوې د انتقال لارو چارو سنجولو په برخه کې به ایرانی لوری لازمې څیړنې او مطالعات کوي.