سوداګریزو راکړو ورکړو کې د شته ستونزو سره سره هره ورځ پاکستان ته له افغانستانه شااوخوا ۴۵۰ بار لارۍ سوداګریز توکي اوړي.
د اسلامي امارت په راتګ سره له هند، عرب امارات او یو شمېر نورو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه ولاړه ده، خو پاکستان سره څه ناڅه روانه ده.
تورخم کې د پاکستاني ګمرک مسوولینو رسنیو ته ویلي، هره ورځ تر ۴۵۰ بار لارۍ له افغانستانه پاکستان ته اوړي او تر ۳۵۰ بار لارۍ بیا له پاکستانه افغانستان ته راوړي.