پرون د افغانستان لپاره د بریتانیا د لومړي وزیر ځانګړي استازي سایمن ګاس او افغانستان کې د بریتانیا شارژدافیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بریتانیا ځانګړي استازي د لومړي وزیر بوریس جانسن له قوله وويل، چې دوی له اسلامي امارت سره حالاتو ته په کتو اړیکې رغول غواړي.
عبدالقهار بلخي لیکلي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د بریتانیا استازو ته وویل، چې بهرني هېوادونه دې د افغانستان د نوي حکومت د کمزوري کولو پلانونو نه جوړوي، بلکې په دې حساسو شېبو کې دې د اړیکو او همکاریو برخه کې مثبت ګامونه واخلي.
بل پلو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د اسلامي امارت له چارواکو سره په افغانستان کې د بشري بحران د حل، له افغانستانه نورې نړۍ ته د ګواښ نه پېښدو، له افغانستانه وتونکو کسانو ته د لارې ورکولو، او د اقلیتونو او ښځو د حقونو د ساتنې په اړه خبرې کړې دي.