د پوهنتون استاد عبيدالله کامه وال وايي:« د تعليمي او تحصيلي نظام په اړه وروستۍ څرګندونې رښتيا هم خواشينونکي دي،ځوان نسل او هغه څوک چې په دې برخه کې لګيا دي،هغوی ته هم. دې ټولنې ته داسې خلک معرفي شوي،چې دا ټولنه به پرې په راتلوونکې کې ویاړي او فخر به پرې کوي.»
ځنې نور بيا وايي، لوړپوړي چارواکي باید له دغه ډول غیر رسمي څرګندونو ډډه وکړي او په خبره یې دغه ډول بې مانا خبرې نه یوازې د علمي کادرونو د خفګان لامل کېږي،بلکې د تاوتریخوالي سبب هم کیدای شي.
د پوهنتون استاد سید جعفر عرب وايي:« د دغه رسمي اداراتو په چوکاټ کې رسمي خبرې او ويناوې وجود لري او غيرې رسمي خبرې او شخصي چې هغه د ټولنې عامه ذهنيت بدلوي او د ګډوډۍ سبب کيږي،نو اجازه نشته. نو هېله دا ده،چې هېله بښونکي خبرې وشي.»
د لوړو زده کړو چارسمبالي وزير عبدالباقي حقاني وروستیو څرګندونو کې ویلي، په تیرو شلو کلونو کې له پوهنتونونو او ښوونځیو فارغینو نه د خدمت هیڅ توقع نه لري.
د پوهنتون له استادانو سربیره لوستو ځوانانو هم دغه څرګندونې بې مانا بللي او د اسلامي امارت له مسولينو یې غوښتي،چې د نوموړي پرځای دې یو مسلکي او علمي کادر د وزارت لپاره وګوماري.