په کابل کې د دوشنبې په ورځ د «۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۲ مه» د یو شمېر خصوصي رسنیو لسګونه خبریالانو، انځور اخېستونکو او نورو برخو کارکوونکو د تنخوا نه ترلاسه کولو له امله اعتراض کړی دی.
له دې ډلې د خورشید په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون کارکوونکي ادعا کوي،چې یوه لسیزه یې له یادې رسنۍ سره کار کړی،خو په خبره یې له درې میاشتو راهیسې یې تنخوا نه ده اخېستې او د ټلوېزیون مالک د تنخوا له ورکولو انکار کړی دی.
اعتراض کوونکي وايي، اوس یې برخلیک نامالوم دی او د رسنیو هیڅ ملاتړی بنسټ یې هم غږ نه اوري.
د خورشید ټلوېزیون یو تن کارکوونکی وايي:« له درې میاشو راهیسې مو تنخوا نه ده اخېستې او د رسنۍ مالک راته وايي، یوازې د یوې ماشتې معاش درکوو او نور نه شو درکولی.»