د ټولنیزو شبکو دغه مشهور اپلیکېشنونه په ټوله نړۍ کې کابو شپږ ساعتونه تړلي وو، چې خلکو ته یې اندیښنه پیدا کړې وه.
وټس اپ پر ټویټر پاڼه لیکلي و، چې د یو شمېر تخنیکي ستونزو له امله دغه اپلیکشن بند دی او په تدریجې ډول به بېرته فعالیت پیل کړي.
انسټاګرام او وټس اپ کابو څو کلونه وړاندې د فیسبوک ادارې واخیستل او اوس ټول د یوې ادارې له لوري کنټرول کېږي.
وټس اپ ادارې بیا د بېرته فعالیدو وروسته له خپلو ټولو کاروونکو بښنه وغوښته.
د ټکنالوژي په نننۍ نړۍ کې ټولنیزې شبکې د خلکو ترمنځ ډیرې اړینې شوي او تړل کېدل او یا بندېدل یې خلکو ته د اړیکو په برخه کې ډېرې ستونزې پیدا کوي.