د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، یو شمېر هېوادونو د خپلو ارزونو لپاره خپل سیاسي استازولۍ فعاله ساتلي او دا یو ښه فرصت بولي،چې نوی حکومت پر رسمیت وپيژني.
دوی واييي، په دیپلوماتیکو اصولو کې دغه حالت ته د ارزونې حالت هم ویل کېږي او په کې د رسمیت پیژندنې امکان زیات وي.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالستار سعادت وايي:« په کابل کې د سفارتونو موجودیت په یو ډول خاموشه رسمیت پیژندنه ده،دې حالت ته د دولتونو د احتیاط حالت وايي،چې په داسې وضیعت کې دولتونه یا رسیمي پیژندنې ته ځي او یا هم دغه خاموشه دیپلوماتیکه اړیکه پرې کېږي،نو دغه دولتونه چې سفارتونه یې کابل کې خلاص دي، دا د رزونې په حال کې دي او د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره دا یو ښه حالت دی،چې دوی دلته شته دي.»
د طالبانو اسلامي امارت په ټول افغانستان حاکم دی او نفوس لري او په کابل کې د بهرنیو سفارتونو فعالیت د دې ښکاروندوي کوي،چې یاد هیوادونه له افغانستان سره غیر مستقیمې اړیکې لري.
د سیاسي چارو شنونکی عزیزمعارج وايي:« د دولت دارۍ د اصولو پر اساس طالبان پر افغانستان حاکم دي، دولت یې جوړ کړی دی، قلمرو او نفوس لري او په کابل کې د نړیوالو سفارتونه فعال دي،چې رسمي لېدنې هم لري. د نړیوالو دغه کار د بین المللي قوانینو پر اساس له افغانستان سره د نړیوالو غیر مستقیمې دیپلوماتیکې اړیکې ښي.»
اخو د افغانستان اسلامي امارت بیا وايي، د هېوادونو له لوري د افغانستان د نوي نظام د رسمیت پیژندنې په برخه کې پرمختګ شوی او ژر به یو شمېر هېوادونه خپل دریځ اعلان کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي:« د افغانستان د رسمیت پیژندنې په برخه کې زیات پرمختګ شوی دی او په نږدې راتلونکي کې به څو مهم هېوادونه د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت وپیژني او خپل رسمیت پیژندنه به اعلان کړي.»
د مخکیني نظام له ړنګیدو سره سم د امریکا په شمول ډېری لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل،خو روسیه،ایران،چین، ترکیه، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان هغه هېوادونه دي،چې لا یې هم په کابل کې سفارتونه فعال دي او استازي یې رسمي لېدنې هم لري.