په پام کې ده، چې روسیه یوه ښځینه فلم لوبغاړې او یو ډایرکټر فضا ته واستوي.
د روسیې د فضايي چارو اداره وايي، دغه مستند فلم د دې لپاره جوړېږي، چې د روسیې فضايي چارې په ښکلې بڼه وړاندې کړي.
ټاکل شوې، په دغه فلم کې به د روسي فلمونو مشهوره لوبغاړې یولیا پرېسایلډ کار وکړي، چې ډایرکټري به یې کلېم شېپینکو کوي.
ویل کیږي، چې دغه ټیم به په فضا کې څه باندې ۱۲ ورځې وخت تېر کړي.
دغه فلم چې (چیلینج) یا ننګونه نومېږي، تر دې دمه یې یو شمېر صحنې ثبت شوي او ډیری لا پاتې دي.
د روسيې د فضايي ادارې چارواکي وايي، د فلم جوړونکی ټیم به د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۷مه نیټه بېرته ځمکې ته راښکته شي.