په یاده غونډه کې د کابل ښاروالۍ ته لارښونه شوې، چې د املاکو د غصب د منخنیوي او له غاصبینو سره د قانوني چلند پر لارو چارو غور وکړي.
رئیس الوزرا شیخ محمد حسن په مرکز او ولایتونو کې د امنیتي وضعیت لا پیاوړتیا او بهتروالي په موخه د درې ګونو امنیتي ارګانونو د ګډ کمیسیون د رامنځته کولو یادونه هم کړې ده.
دغه راز یې کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د پاسپورټ او تذکرو د ورکړې لړۍ بېرته پیل کړي.