د اسلامي امارت مشر شیخ هیبة الله اخندزاده د نوي فرمان پر اساس؛ د رئیس الوزراء د سیاسي مرستیال، د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر او یو شمېر مهمو پوځي قوماندانانو په ګډون، بېلا بېلو برخو کې ۳۸ تنه نوي مسوولین وټاکل شول.
په نوو کسانو کې مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په توګه، ملا عبدالمجید اخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست په توګه، ملا عبدالرزاق اخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال، مولوي سخاالله د پوهنې وزارت مرستیال او مولوي شمس الدین پهلوان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په توګه ګمارل شوي دي.
دغه راز مولوي مطیع الحق د سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه، ملا نور الدین ترابی د سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه او مولوي عبدالرشید د کابل ښاروالۍ د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
پاتې نور په نظامي او استخباراتي برخو کې تازه پر دندو ګمارل شوي دي.