Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ترکیې له افغانستان سره ۳۳ ټنه  د خوراکي توکو بشري مرسته وکړه 

admin by admin
2021/10/05

افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو د رالېږلو په لړ کې دا ځل ترکیې د ۴۰ زره ډالرو په ارزښت د ۳۳ ټنه خوراکي توکو بشري مرسته وکړه.

دغه مرستې په ۲ زره کوچینو کارتونونو کې بسته ‌بندي شوي، په هر کارتن کې ۸  قلمه بېلا بېل توکي یو ځای شوي او د سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شول. 

د سرې میاشتې ټولنې مشر سید صفت الله قریشي وايي:« له ۱۹ تر ۲۵ میلیونه انسانان دلته وږي دي. تاسې له موږ سره مرستې وکړئ. موږ به یې د ژمي تر را رسېدو وړاندې  د افغانستان ټولو برخو ته ورسوو.  موږ ډاډ در کوو،چې شفافیت به وي، تاسې یې څارنه وکړئ.»

د افغانستان اسلامي امارت له ترکیې او نورو هېوادونو غوښتنه کوي،چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ایرګین ای وایي، پر دې سربېره به نورې بشري مرستې هم وکړي او هوډ لري،چې د ژمي په را رسېدو سره به  ژمنۍ مرستې هم وکړي.

ایرګین وايي، د سرې میاشتې په وسیله به له افغانانو سره د نورو بنسټونو له خوا هم مرستې ووېشي.

ایرګین زیاته کړه:« ترکیه د خپلو نورو غیر حکومتي بنسټونو له خوا هم له افغانانو سره مرستې کوي او د ژمي په را رسېدو سره به  ژمنۍ مرستې هم وکړو.»

افغانان له ټولو هغو هېوادونو مننه کوي،چې په سخت وضعیت کې د دوی لاسنیوی کوي، خو غوښتنه یې دا ده،چې اسلامي امارت دې په رسمیت وپېژني او پر افغانستان دې اقتصادي ترهګرۍ نه تحمیل کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي
اقتصاد

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist