کندهار کې طالبانو وروسته تر هغه دغه لاره بنده کړې، چې پاکستان د چمن ښارګوټي او سپین بولدک تر منځ پر ګډه دروازه افغانانو ته ستونزې جوړولې.
د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتره په را لېږل شوې خبر پاڼه کې له خلکو، سوداګرو او ناروغانو غوښتنه شوې، چې له پاکستاني چارواکو سره د ستونزې تر حل کېدو پورې دې پر دغه دروازه د سفر لپاره سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر نه کوي.
خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو حکومت هڅه کړې چې، د ستونزو مخه ونیسي، خو پاکستانی لوری د ستونزو عملي حل ته نه دی تيار شوی.