یونیسف یا له ماشومانو د ملاتړ ادارې له لوري په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې افغانستان کې شااوخوا دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ کېدای شي.
د نړیوالو خیریه بنسټونو وړاندوینه داده، چې راتلونکی ژمی به د ډېری افغانانو لپاره ګواښوونکی وی.
وړاندې تر دې له غور ولایت داسې راپورونه تر لاسه شوي، چې ګنې هلته د خوارځواکۍ سره مخ ۱۷ ماشومان مړه شوي دي.
د غور عامې روغتیا رییس ملا محمد احمدي فرانسې خبري اژانس ته ویلي، تېرو شپږو اوونیو کې ۱۷ ماشومان، چې د خوارځواکۍ له کبله روغتون کې بستر وو، مړه شوي دي.
احمدي ویلي، شاوخوا ۳۰۰ نور ماشومانو د لوږې له لاسه په بېلابېلو رنځونو اخته او په روغتونونو کې بستر دي او همدغه راز د افغانستان په نورو برخو کې هم سلګونه ماشومان له دغه وضعیت سره مخامخ دي.