د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالحی عابد وايي، دوی به د انسان تښتوونکو پر وړاندې جدي او غوڅ اقدامات وکړي.
عابد زیاتوي:« موږ د انسان تښتونکو او جنايتکارانو د له منځه وړلو لپاره قاطع عزم لرو. د مجاهدينو موخه د الله ج رضا او د مسووليت ترسره کول دي. د انسان تښتوونکو پر وړاندې غوڅ دریځ موجود دی،چې هغوی ان موږ ژوندي نه نيسو.»
عابد زیاته کړه:« خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو،چې د امنيت له پلوه دې هېڅ ډول وېره نه لري. په عادي ډول دې خپل کاروبار ته دوام ورکړي. زموږ ټولې حوزې په ګزمو او چيک پواينټونو مکلفې دي او د امنيت د تامينولو مسووليت لري.»
په ورته مهال د مزارشريف يو شمېر اوسېدونکي د جنايتکارانو پر وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات ستايي او زياتوي،چې وروستيو اونيو کې د غلاوو او انسان تښتونو پېښې هم کمې شوي دي.
د مزارشريف ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« زه خپله د دې شاهد يم، کوم ځای کې چې وړه ستونزه هم رامنځته شوې، هلته د اسلامي امارت ځواکونه رسېدلي او موضوع یې حل کړې ده. خلک کولای شي،چې شپه او ورځ خپل کاروبار ته دوام ورکړي او هېڅ وېره دې نه لري.»
د مزارشريف ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« زه اوس سل سلنه د امنيت احساس کوم. وړاندې به له کوره د هټۍ په طرف لاره کې ويرېدم،چې هسې نه پر غلو برابر شم،خو اوس ډاډه يم او هېڅ وېره نه لرم.»