په سوېل کې د پکتیا پوهنې ریاست چارسمبالی نیک محمد منیب وایي، وزارت په ټولییز ډول د داسې پروګرامونو لپاره د بودیجې په هڅه کې دی،چې له مخې به یې د اسلامي امارت اړوند کسانو ته د انګلیسي ژبې او کمپوټر زده کړو زمینه برابره شي .
منیب وايي،تر هغه چې د دې چارې لپاره بودیجه موندل کېږي،د زده کړو خصوصي بنسټونو سره یې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د لنډ مهاله کورسونو د جوړیدو هوکړه کړې.
منیب زیاتوي:«د اسلامي امارت لیکو کې ډېری هغه کسان د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د لنډ مهاله زده کړو غوښتنه کوي،چې تر دولسم ټولګي یې زده کړې کړي دي،ترڅو ورته د نورو زده کړو زمینه برابره شي.»
د خصوصي زده کړو یو شمیر بنسټونو وار له مخې د اسلامي امارت اړوندو کسانو ته د انګلیسي او عربي ژبو او د کمپیوټر زده کړو لپاره چمتووالی ښودلی او سلګونه کسان جذبولی شي.
پکتیا کې د خصوصي زده کړو د یوه بنسټ مسوول رحمت الله وايي:« د انګلیسي او عربي ژبو او د کمپیوټر د لنډ مهاله زده کړو لپاره چمتو یو او کولی شو،چې تر ۸۰۰ پورې کسان جذب کړو.»
د پوهنې ریاست مسوولین وایي، زرمت ولسوالۍ کې یې د نجونو هغه ۱۳ ښوونځي بېرته پرانیستي،چې وروستیو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له مخې تړلي وو.
د پکتیا پورهنې ریاست چارسمبالی نیک محمد وايي:« زرمت ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي د نامسووله کسانو له لوري تړل شوي وو. دا د اسلامي امارت پالیسي نه وه، اوس مو ښوونځي پرانیستي او ټولو ته مو ډاډ ورکړی دی، نجونې دې د زده کړو لپاره ښوونځیو ته ولیږي.»
د پوهنې ریاست وایي، د نجونو د ثانوي زده کړو په اړه د وزارت لایحه د وروستي کېدو په حال کې ده او نږدې ورځو کې به نجونې له شپږ ټولګي پورته د زده کړو اجازه ولري.