د شاهین توپان له امله په ګڼو سیمو کې سیلابونه راوتلي، چې تر دې دمه یې یو ماشوم مړ کړی او لسګونه نور یې زیانمن کړي دي.
د هند هوا پېژندنې چارواکي وايي، د عمان په سواحلو کې د دغو سېلابونو له امله ځمک ښوویېدنې هم رامنځته شوې دي.
راپوورنه وايي، په سیمه کې شدید بادونه او ورښتونه اوس هم دوام لري.
په سیمه کې چارواکي وايي، ډېری کسانو ته ویل شوي، چې سیمه پرېږدي او له خپلو کورونو ایستل شوي دي.
د دغه شدید توپان او ورښتونو له امله په عرب جزیره کې یو شمېر پروازونه هم ځنډول شوي دي.
اخوا ګاونډي هېواد متحده عرب اماراتو ته هم خبرداری ورکړی، چې د شدیدو توپانونو لپاره چمتو اوسي.