په سویډن کې د لارس ویلکس په نوم هغه کارتون جوړونکی په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی،چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص کارتون یې جوړ کړی وه.
ځايي رسنۍ وايي، لارس د پولیسو یوه غیر نظامي موټر کې سفر کاوه، چې له مرکریډ نومي ښارګوټي سره نژدې یې موټر له یوې لارۍ سره ټکر شو.
د رسنیو په خبره،پېښه کې دوه پولیس هم مړه شوي دي او د لارۍ موټر چلوونکی ژوبل شوی دی.
د پیغمبر کارټون له کښلو وروسته ۷۵ کلن لارس د پولیسو ساتندویانو په ملتیا ژوند کاوه.
۲۰۰۷ کال د دې کارټون له خپرېدو وروسته ګڼ شمېر مسلمانانو سخت غبرګونونه راپورته کړل.