په تازه راپورونو کې ویل شوي، چې تېره ورځ د کرونا له امله ۸۹۰ تنه مړه شوي، چې نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.
د کرونا پېښو شمېر داسې مهال زیاتېږي، چې د تېرې جمعې پر ورځ ۸۸۷ تنه مړه شوي وو.
راپورونه وايي، روسیه کې پر کرونا وبا د اخته شويو کسانو شمېر هم له ۲۵ زرو زیات شوی،چې د تېر په پرتله ډیر زیاتوالی په کې راغلی دی.
د روسیې د روغتیايي چارواکي وايي، کرونا ویروس د سپین ږیرو پر ځای ډیری ځوانان نیسي.
اخوا دغه چارواکي وايي، ځوانان هغه محدودیتونه نه مراعت کوي، چې د کرونا لپاره ډېر اړین دی.
له روسیې پرته په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم د کرونا ویروس پېښې یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې دي.