Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د تازه میوو یو شمېر هټۍ وال: کارو بار مو خراب شوی 

admin by admin
2021/10/04

په کابل کې یو شمېر د تازه میوو هټۍ وال وایي، د خلکو بې روزګارۍ او کمزوري اقتصاد د دوی کار هم اغیزمن کړی او د پخوا په پرتله یې پلور کم شوی دی.

د تازه میوو یو تن هټۍ وال وايي« په تېر کې بازارونه ښه و،خو د اسلامي امارت په راتګ سره د خرڅلاو بازارونه بيخي خراب شوي دي.»

د تازه میوو یو بل هټۍ وال بیا وايي:« دا انار له کندهار راوړو، که درته ووايم،چې د خلکو بې روزګارۍ له امله  زموږ د خرڅلاو بازار هم خراب شوی دی، کله که دلته بازار ښه نه وي، بيا پاکستان ته انتقاليږي،خو اوس وخت يې هلته هم بازار خراب دی.»

اخوا يو شمېر سوداګر چې له کندهار څخه کابل ته انار راوړي، د خپلې سوداګرۍ د ستونزو په اړه راته داسې وایي:« سږ کال د انارو په برخه  کې ستونزې ډېرې دي. له کندهار يې راوړو، په هر کارټن کې پنځوس اتيا او يا سل روپۍ موږ تاوان کوو.»

د تازه ميو او سبزيجاتو ټولنې مشر  اختر محمد هم مني،چې د تورخم له لارې پښتونخوا او پاکستان ته د صادراتو برخه کې شته ستونزو سوداګرو او باغ لرونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي او زیات مواد د خرابیدو په حال کې دي.

اخترمحمد زیاته کړه:«همدا اوس د صادراتو په برخه کې ډېرې ستونزې دي، په ځانګړې ډول د  تورخم دروازه کې مالونو او موترو ته اجازه نه ورکول کېږي. ډېری مالونه او مېوې اوبه وکړي او خراب شي.»

افغانستان د کرنې په برخه کې يو له زراعتي هېوادونو څخه دی،چې تر ډېره يې تازه او وچه مېوه بهر ته صادريږي،خو د اسلامي امارت په واکمن کېدو سره د سږنيو محصولاتو ډېره برخه بهر ته انتقال نه شوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي
اقتصاد

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist