اسلامي امارت وايي، د داعش وسله والو دغه مرکز یې تېره شپه د کابل ښار اولسمې ناحیې اړوند خیرخانه سیمه کې له منځه وړی دی.
د سرچېنې په خبره، مرکز کې یې د داعش ټول وسله وال له منځه و ړی دي، خو د هغوی کره شمېر یې نه دی ښودلی.
د افغانستان له سقوط وروسته یواځنۍ ډله، چې د اسلامي امارت پر وړاندې پوځي مزاحمت کوي هغه داعش ډله ده.
داعش ډلې ننګرهار، کابل او پروان ولایتونو کې د اسلامي امارت پر ضد وسله وال فعالیتونه کړي، چې په ځينو ځایونو کې د طالبانو اسلامي امارت له لوري سخت ځپل شوي دي.