د اروپايي ټولنې د بهرني سیاسيت مسوول حوزف بورل د یکشنبې په ورځ د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۱ مه» وویل، افغانستان د انساني ناورین له ګواښ سره مخ دی او د توکو بیې لوړې شوې دي.
بورل ویلي، افغانستان کې د اقتصادي او ټولنيزې پاشلتيا امکان شته او په وینا یې د مخنیوي لپاره یې باید طالبان له نړیوالې ټولنې سره خبرو ته کیني او جور جاړی وکړي.
بورل ویلي،که افغانستان کې اوسنی روان وضعیت همداشان دوام وکړي، نو د ژمي په را رسېدو سره به خلک له سختو ستونزو سره مخ شي او ډېری به د هېواد پرېښودو ته اړ شي.
اسلامي امارت د اروپايي ټولنې دغه خبرو ته تر اوسه پورې کوم غبرګون نه دی ښودلی.