د افغانستان پانګونې او سوداګرۍ خونه مرستیال نصیر احمد عرب وايي،اسلامي امارت یوازې دوه یا درې بانکونو ته اجازه ورکړې،چې د سوداګرو د ۲۵ سلنه پیسو لېږد ترسره کړي.
عرب زیاته کړه:« په هېواد کي یوازې دوه درې بانکونو ته اجازه ورکول شوې،چي د سوداګر د پیسو لېږد وکړي، یوازې کولای شي ۲۵ سلنه پیسې ولېږدوي. د سوداګرو ستونزه په ۲۵سلنه حل کېدای شي.»
یو شمېر سوداګر د اسلامي امارت له تازه پریکړې هرکلی کوي او زیاتوي،چې د پیسو د لېږد له پروسې سره به سوداګر وکولای شي،خپل بند مالونه هېواد ته ولېږدوي.
سوداګر محمدنبي افغان وايي:« موږ په غونډه وو،پریکړه وشوه،چې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د پیسو د لېږد پروسه پیل شي، له دې سره به د سوداګرو ستونزه حل شي او هېواد ته به د سوداګرو د مالونو ستونزه حل شي.»
اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، بهرنیو هېوادونو ته د پیسو لېږد به د دې لامل شي،چي سوداګر یوځل بیا سوداګرۍ ته مخه کړي.
د افغانستان اسلامي مارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي پرون له سوداګرو سره لېدلي او ویلي دي،چې په هېواد کې بیو کنټرول په برخه کې هڅي وشي او د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه هڅې ګړندۍ شي.
دغه راز پریکړه شوې،چې له دې وروسته سوداګرو کولای شي،بهرنیو هېوادونو ته پیسې ولېږدوي.