.د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي،بګرام ته د چینايي سرتېرو د راتګ اوازې ناسمې او بې بنسټه دي
کریمي ویلي، هېڅ بهرني سرتېري ته به افغانستان ته د راتلو اجازه ور نه کړي، هغه که د هر هېواد وي.
داسې راپورونه ور کړل شوي دي، چې پرون شپه د لومړي ځل لپاره د امریکايي سرتېرو له تګ وروسته د بګرام اډې مړه شوي څراغونه یو ځل بیا روښانه شوي دي.
تېرو شلو کلونو کې د بګرام پوځي اډه کې سلګونه زره امریکايي او نور بهرني سرتېري پاتې شوي دي، د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته اوس د امریکا ځينې پوځي چارواکي پښیمانه دي، چې ولې یې یوه مهمه پوځي اډه په دومره اسانۍ پرېښوده.