د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنه وایي،هېواد کې د وروستیو تحولاتو او طالبانو تر راتګ وروسته د شااوخوا ۷۰ سلنه رسنیو فعالیتونه پر ټپه درېدلي دي.
یادې ټولنې دا ارقام د یوې انلاین سروې له مخې راټول کړي دي.
دغې ټولنې له لوري په تازه مالوماتو کې راغلي دي، په دې سروې کې له ۲۸ ولایتونو شااوخوا ۱۵۰۰ خبریالانو ګډون کړی دی.
د یادې ټولنې مسوولین وایي، د رسنیو د بندېدو لوی لاملونه اقصادي او امنیتي ستونزې دي.
د سروې پایلې ښيي،چې اوس مهال په هېواد کې یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ فعالیت کوي.
د سروې له مخې، ۶۷ سلنه خبریالانو د وروستیو تحولاتو له کبله بې دندو شوي او یوازې ۳۳ سلنه په سختو شرایطو کې لا هم د ژورنالېزم په ډګر کې کار کوي.