د افغانستان خبریالانو ملي ټولنه وایي، مالوماتو ته نه لاسرسي د خبریالانو ژوند او فعالیت ستونزمن کړی او له اسلامي امارت غواړي چې د رسنیو او خبریالانو لپاره مشخصه او ملاتړې تګلاره جوړه کړي، چې له مخې یې رسنیز فالیت هم ژوندی شي او د امارت فعالیتونه او پرمختګونه هم ولس ته روښانه شي.
د یادې ټولنې د مطبوعاتو مسوول مسرور لطفي وايي: «له اسلامي امارته غواړو چې د رسنیو مسوولینو او د رسنیو ملاتړ ادارو سره کیني، خبرې وکړي او یو ځانګړی حقوقي میکانیزم جوړ کړي، ترڅو له خبریالانو، رسنیو او نورو اړوندو برخو ملاتړ وکړي.»
لطفي وايي، په انلاین بڼه یې په ۹ ورځو کې ۲۸ ولایتونو کې یوه ټولپوښتنه کړې او مالومات یې ترلاسه کړي، چې رسنۍ او خبریالان په بد حالت کې دي.
هغه وايي، د جمهوریت په وروستیو کلونو کې هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ و، خو اوس د دوی د مالوماتو له مخې، شااوخوا ۷۰ سلنه رسنۍ پر ټپه ولاړې دي، ۶۷ سلنه خبریالانو دندې له لاسه ورکړي او شته خبریالان د نا امنیو، او اقتصادي کمزورتیا له ګواښ سره مخ دي.
لطفي زیاته کړه: «تقریباا ۳۳ سلنه خبریالان اوس په رسنیو کې مصروف دي، خو له ستونزو سره مخ دي.
له نن دوه میاشتې مخکې که یوه خبریال کار کاوه، ممکن د نن پر تله یي ستونزې کمې وې، خو نن له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»
د اسلامي امارت د رسنیو مرکز بیا د ټولو رسنیو لپاره خپله پالیسي روښانه کړې، چې رسنۍ باید د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سمې خپلې خپرونې ولري، بې پرې واوسې او داسې خبرونه نشر نه کړي، چې د ټولنې ذهنیت خراب کړي او دوی یې ملاتړ هم کوي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې د جمهوریت په تګ او د اسلامي امارت په راتګ سره د رسنیو او خبریالانو ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی او مالوماتو ته لاسرسی ورته محدود شوی دی.