د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف ویلي، نړیوال او د سیمې هېوادونه باید په ګډه افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.
محمدوف ویلي، دوی له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي او لويو پروژو کې ورسره مرسته کوي.
دغه راز ترکمنستان ویلي، له اسلامي امارت سره ښې اړیکې پالي او له افغانستان سره بشري مرستې کوي.
نوموړي په خپله یوه تازه مرکه کې له روسي خبرې اژانس ایتارتاس سره ویلي، هېواد يې ناپیلې بهرنۍ تګلاره لري او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.
ترکمنستان غواړي له افغانستان سره د برېښنا، ټرانسپورت او مخابراتو په برخه کې سترې پروژې پيل کړي.
د ترکمنستان ولسمشر قرباني قُلي بردي محمدوف زیاته کړې، د ټاپي پروژې په برخه کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو نل لیکلې پروژه یا ټاپې خورا ډېر ارزښت لري.
دغه پروژه، چې افغانستان ته د ګازو برابرولو ترڅنګ د ټرانزيټ له پلوه افغانستان ته کال کې یو میلیارد ډالر ګټه رسولی شي او د افغانستان په هغو ولایتونو کې، چې دغه پروژې غځېږي زرګونو افغانانو ته کار او روزګار پیدا کولی شي.