د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، له شمالي کوریا سره یې د خبرو لپاره یاد هېواد ته مشخص وړاندیزونه کړي، خو تر دې دمه یې هېڅ مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
جین ساکي ویلي، هېواد یې د تېر په څیر اوس هم چمتو دی او راتلونکې کې به هم چمتو وي، چې له شمالي کوریا سره خبرو ته کېني.
ساکي د شمالي کوریا د تېرې ورځې توغندي آزمایلو په تړاو وویل، دوی پرې خبر او د یاد توغندي د څرنګوالي په تړاو به څیړنې وکړي.
شمالي کوریا تېره ورځ خپل د الوتکو ضد نوی جوړ شوی توغندی وآزمایه، خو په ورته وخت کې یې له سویلي کوریا سره خبرو ته نرموالی ښودلی دی.